دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 283665
د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د باران او واورې امکان
د هېواد د هوا پېژندنې ادارې چارواکو نن او سبا (د جدی ۱۷مه او ۱۸مه) د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران امکان اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې د دغه وزارت د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې په هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، دایکندي، غور، هلمند، کندهار، روزګان، زابل، غزني او پکتیکا د واورو او باران شاهدان وي.

د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د يادو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د اورښت اندازه له (١٠ تر ٢٥) سانتي مترو پورې او د واورې اندازه له (١٠ تر ٢٥) سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله لږ واوره او باران شوى دى.
https://avapress.com/vdcfvmd0tw6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته