افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د چدی ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه کسان په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې په دندو ګمارل شوي دي.
ورځپاڼه زیاتوي چې په دغو کسانو کې ۲۶۳۲۶ یې ښځې دي.
وزارت دا هم ویلي چې ۱۴۸۹ بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونه ویشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد اوسېدونکو د کار له نشتوالي شکايت کاوه.