افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بادغیس ولایت د والي مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې لیکلي، چې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د ابکمري ولسوالۍ په ۹۶۶ بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو مرستې وویشل.
د خبرپاڼې له مخې هرې کورنۍ ته ۱۳۶۵۰ افغانۍ نغدې، کمپلې او ژمنۍ جامې ورکړل شوې.
خو په فراه کې د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست هم د دغه ولایت په شیبکوه او پشتکوه ولسوالیو کې پر ۶۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د ویش اعلان کړی دی.
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، دال او خوراکي توکي شامل دي چې د خوراک نړيوال پروګرام (WFP) له خوا ووېشل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په رامنځته کېدو او د نړیوالو مرستو په کمېدو سره د کورنیو بېوزلي ډېره شوې او د هېواد ډېری وګړي د مرستندویه موسسو په مرستو تکیه کوي.