دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 283480
مولوي عبدالکبیر: په مدرسو کې هم باید عصري علوم تدریس شي
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال وايي، د ښوونځیو نصاب یوه مهمه مسئله ده چې لا هم مسلکي کار ته اړتیا لري او د دیني علومو تر څنګ باید معاصر علوم هم پکې تدریس شي.
افغان غږ خبری آژانس: مولوي عبدالکبیر د سې شنبې په ورځ د علماوو د شورا له غړو او د کابل د یو شمېر ښوونځیو له استادانو سره په کتنه کې د دیني مدرسو زیاتوالی د پوهنې د زمینې په برابرولو کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې حکومت دې د هېواد دننه دیني مدرسو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي. 

د خبرپاڼي د معلوماتو پر اساس چې د ديني عالمانو د شورا غړو او د ښوونځيو استادانو په دې غونډه کې وويل چې د ديني مدرسو د نصاب په اړه کار روان دى او له دوى سره د همکارۍ ډاډ ورکړل شوى دى.

په همدې حال کې د ټولګټو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې به دغه وزارت د ۲۸ ولایتونو په لویو لارو کې ۷۵ جوماتونه جوړ کړي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله یوه پاڼه کې ویلي، چې هر جومات به په یوه وخت کې د ۳۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.
https://avapress.com/vdcaaenuw49nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته