دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 283429
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو په دریمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه او له دې لوبډلې څخه یې دریمه یو ورځنۍ لوبه هم وګټله.
افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه تېره شپه د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوه.

په دې لومړۍ لوبه کې د اماراتو لوبغاړو توپ وهنه پیل کړه او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۲۶ منډې جوړې کړې.

د هېواد ملي لوبډلې چې د دې لوبې د ګټلو لپاره یې باید ۱۲۷ منډې جوړې کړې وای، ۱۸ ټاکل شوی هدف یې پوره کړ او دغه لوبه یې وګټله.

په دې بریا سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په دریو شل اوریزو سیالیو کې د ۲-۱ په توپیر ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې دغو دواړو لوبډلو دوه نورې لوبې کړې وې، چې په لومړۍ لوبه کې افغانستان ګټلې وه او په دویمه لوبه کې متحده عربي اماراتو د دغه هېواد ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د شل اوریزو سیالیو په لړ کې په خپله راتلونکې لوبه کې د هند د کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ کیږي.
https://avapress.com/vdcdxs0xnyt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته