د اسراییلو پوځ په غزه کې د فلسطیني مقاومت سره په جګړه کې د خپل یو بل عسکر د وژل کیدو خبر ورکړ. دغه اسرائیلي عسکر څو ورځې وړاندې په یوه ویډیو کې ویلي وو چې غواړي د تل لپاره په غزه کې پاتې شي.
افغان غږ خبری آژانس: ویل شوي چې وژل شوی سرتیری د اتلسمې فرقې تورن «هریل شریف» دی. شرفیت چې نن د اسراییلو پوځ اعلان وکړ چې د غزې په جګړو کې وژل شوی، څو ورځې وړاندې په یوه ویډیويي فایل کې مقاومت ته ګواښ وکړ او ویې ویل چې د تل لپاره به دلته پاتې شي او په غزه کې به ټول اسراییلي بندیان خوشې کړي.