افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ننګرهار کې د اسلامی امارت د امنیت امر مولوی محمد طاهر مبارز په یوه خبری ناسته کې وویل چې په دې موده کې د ۳۸ نارینه، ۲۳ ماشومانو او ۸ ښځو په ګډون ۶۹ تنه وژل شوی دی.
د هغه په وينا، په دې ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله د ١٠٨ نارينه، ٣٤ ماشومانو او ١١ ښځو په ګډون ١٥٥ نور ټپيان شوي دي.
مبارز زياته کړه چې چارواکو د دغو ترافيکي پيښو د رامنځته کيدو په اړوند يو شمير کسان نيولي دي.
د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.
ننګرهار د هېواد په ختيځ کې يو له ګڼ مېشتو ولايتونو څخه دى، چې سږ کال په کې د ترافيکي پېښو ډېروالى رامنځته شوى دى.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته په هیواد کې د ترافیکي پیښو پیښې زیاتې شوي دي.