دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 282934
د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د خپلو مرستو د کمولو اعلان وکړ
د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د بودیجې د نشتوالي له امله به په افغانستان کې له لسو میلیونو خلکو سره خپلې مرستې کمې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د بودیجې د کمښت له امله به په افغانستان کې له ۱۰ میلیونو وګړو سره خپلې مرستې کمې کړی.
 
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د ډسمبر په ۴ مه یوه ویډیو خپره کړه او ویې ویل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ژمی سخت دی، دغه سازمان د بودیجې د کمښت له امله شاوخوا لس میلیونه خلکو ته د خوراکي توکو مرستې کمولو ته اړ شوي دي.
 
له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په سږني ژمي کې د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړي.
 
دغه سازمان ویلي دي چې افغانان تر بل هر وخت زیات مرستو ته اړتیا لري.
 
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې افغانستان د نړۍ له هغو اتو هېوادونو څخه دی، چې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له پلوه په خورا بد وضعیت کې دی.
 
د خوړو نړیوال سازمان وايي، د افغانستان خلک دا مهال د سړې موسم له پیلېدو سره مخامخ دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې (WFP) تر دې مخکې اعلان کړی و، چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
 
د مهاجرینو د ایستلو کړکیچ، په هیواد کې وروستیو زلزلو، د اوبو کمښت، د اقلیم بدلون او په هیواد کې وروستیو وچکالیو د بې وزلۍ د خپریدو او په هیواد کې په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پر ژوند منفي اغیزې د اړتیا د کچې د لوړیدو لامل شوي دي.
https://avapress.com/vdcdsx0xoyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته