دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 282862
د افغانستان او غزې په اړه په پاکستان کې د دغه هېواد د ۲۰ هېوادونو د سفیرانو په حضور کې غونډه جوړه شوه
پاکستاني چارواکي وايي، هېواد یې د افغانستان، کشمیر او غزې د مسلو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د شلو هېوادونو د استازو په حضور کې د بهرنۍ تګلارې د ننګونو په اړه یوه غونډه جوړوي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه درې ورځنۍ غونډه به د نوي میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شي.
 
ایکسپریس ټریبیون نن دوشنبه د جدې په ۴مه د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې پاکستان په دې غونډه کې د ګډون لپاره د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سفیران اسلام اباد ته وربللي دي.
 
د دغه راپور له مخې، په دې غونډه کې به په امریکا، فرانسې، جرمني، بریتانیا، هند، روسیې، چین، افغانستان، ایران، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو کې د پاکستان سفیران ګډون وکړي.
 
د پاکستان د بهرنۍ تګلارې د ټاکلو لپاره د کلنۍ غونډې جوړول د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له معمولو دندو څخه دي، خو په تېرو څلورو کلونو کې دا غونډه نه وه جوړه شوې.

ایکسپریس ټریبیون لیکي، چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې د لوړ پوړو استازو په حضور کې د هېواد د ډیپلوماتیکو ننګونو په اړه غونډه کېږي.
 
دغې پاکستاني رسنۍ لیکلي، چې په راتلونکې غونډه کې به د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه خبرې وشي.
 
د اسلام اباد او د اسلامي امارت د حکومت تر منځ اړیکي په وروستیو میاشتو کې د هغه څه له امله ترینګلي شوي چې پاکستان یې «له پاکستاني طالبانو سره د مقابلې لپاره د اسلامي امارت نه لیوالتیا» بولي.
 
پاکستان پر اسلامي امارت تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو او ځواکونو ته یې خوندي پټنځایونه ورکړي دي. دغه هېواد په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې په خونړیو بریدونو کې د افغانستان اسلامي امارت هم په لاس لرلو تورن کړی دی.
 
هغه ادعا چې د افغانستان اسلامي امارت په پرله پسې ډول رد کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد غواړي د امنیت په تامین کې د خپلې ناکامۍ پړه پر افغانستان واچوي.
https://avapress.com/vdcd9x0xxyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته