دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 282618
په افغانستان کې رامنځته شوی امنیت د روسیې په ګډون د ټولې سیمې په ګټه دی
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې رامنځته شوی امنیت د روسیې په ګډون د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی. اسلامي امارت به په سیمه کې د لازیات امنیت لپاره کار کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن پنجشنبه (د قوس ۳۰مه) د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی په خپله غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې وویل، هغه څه چې په افغانستان کې رامنځته کېږي، د روسیې په ګډون د ټولې سیمې په ګټه دي او اسلامي امارت به په سیمه کې د لا زیات امنیت لپاره هڅې کوي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست بیا هم د دواړو هېوادونو اړیکې مثبتې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو د استازو سفرونه به دغه اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
 
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم خبرې وکړې او ویې ویل چې هېواد یې د افغان حکومت کړنو ته درناوی لري او ټینګار کوي چې ملګري ملتونه باید له حکومت سره په تفاهم عمل وکړي.
 
ښاغلي کابلوف همدا راز ټینګار کړی، چې هېواد یې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله زیاتې شي.
 
د دې ناستې په پای کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، امنیتي مسایلو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او په سیمه ییزه او نړیواله کچه له افغانستان سره د روسیې د مرستو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.
 
په همدې حال کې د روسیې ځانګړي استازي د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او پر اقتصادي او سیاسي مسایلو یې خبرې کړې دي.
https://avapress.com/vdccsiqi42bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته