دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 282546
په کاپيسا کې د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه
د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت اعلان کړی چې د یونیسف موسسې په مالي مرسته د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د ۵،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو کار بشپړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت نن چهارشنبه (چهارشنبه د قوس ۲۹مه) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د نجراب ولسوالۍ په غرغنین کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو کار روان دی. د کاپيسا ولايت د څه دپاسه ٥،٥ ميليونه افغانيو په ارزښت د يونيسف په مالي مرسته د دغه ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له خوا بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې شبکه کې د ژورې څاه کیندل، د (۳۰) متر مکعب په ظرفیت د اوبو د دوو اوسپنې کانکریټي ذخیرې جوړول، د (۱۸) سولر تختو نصبول او د (۶۸۳۱) مترو په اوږدوالي د شبکې د پایپونو غځول شامل دي. .
 
دغه وزارت وايي، چې د يادو شويو پروژو په بشپړېدو سره د (٢٠٧) کليو کورنيو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی.
 
په ورته وخت کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون او پرله پسې وچکالیو له امله د هېواد ډېری اوسېدونکي د اړتیا وړ اوبو له کمښت سره مخ دي.
https://avapress.com/vdcc0iqie2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته