افغان غږ خبری آژانس - کابل: ویل کیږي چې دغه بودیجه به د خوړو نړیوال پروګرام سره مرسته وکړي چې د بې ځایه شویو په ګډون له وږو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.
همدارنګه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې د اروپايي ټولنې مرستې په کم عمره ماشومانو او امیندواره او شیدې ورکوونکو میندو کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې په برخه کې مرسته کوي او د ملګرو ملتونو بشري هوايي خدمتونه فعال ساتي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د چارو مشر فرانسوا ګومانس وايي، له هرو درېیو افغانانو څخه یو یې نه پوهیږي چې راتلونکی خواړه به له کومه ځایه راځي او د دغه هېواد خلک له سخت ژمي سره مخ دي.
هغه زیاته کړه، اروپايي ټولنه د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د WFP مشر، Hsiao Wei Li، وویل، "په افغانستان کې له ژمي مخکې اړتیاوې ډېرې دي، چې لوږه د نفوس یو پر درېیمه برخه د خوارځواکۍ په لوړه کچه اغېزمنه کوي."
په ورته وخت کې په افغانستان کې د سړې موسم له امله نړیوالې مرستې حیاتي ګڼل کېږي.