افغان غږ خبری آژانس: پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې نن سهار وسله والو د خیبر پښتونخوا ایالت په دیره اسماعیل خان ښار کې د پوځ یوه قرارګاه په نښه کړه، چې د موټر بم او ځانمرګی برید په ترڅ کې یې مرګ ژوبله واړوله.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر یوه بیانیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې د دیره اسماعیل خان په ښار کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې ۲۷ "ترهګر" وژل شوي چې ټول هغه بریدګر هم پکې شامل دي چې د پوځ په مرکز کې د پاکولو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
سیمه ییزو سرچینو اعلان کړی، چې ترهګرې ډلې "تحریک جهاد" د پاکستان پر پوځی اډې د نننی خونړی برید مسوولیت منلی دی.
په تېرو دوو کلونو کې پاکستان په خپلو امنیتي ځواکونو په تېره بیا په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو بریدونو له بې ساري زیاتوالي سره مخ شوی دی.
تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو د ډېرو دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په یوه بیان کې د هېواد پر امنیتي ځواکونو برید غندلی او ویلي یې دي: له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د خلکو او وسله والو ځواکونو قوي عزم به له دغو بزدلانه بریدونو اغېزمن نه شي.