دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 282064
سهیل شاهین له ټام ویسټ سره د سویفټ په سیستم کې د افغانستان د شاملولو په اړه خبرې کوي
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ویلي چې په دوحه کې یې د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره کتلي او په سویفټ سیسټم کې یې د افغانستان د شاملولو په اړه خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په ټولنیزه شبکه (X) کې لیکلي چې په دوحه کې یې د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره وکتلي او د سویفټ په سیستم کې د افغانستان د شاملولو په اړه بحث وشو.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د سویفټ له سیستم سره د هېواد د بانکونو اړیکې پرې شوې. 

له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل او د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی هغه نور موضوعات دي چې ښاغلي شاهین له ټام ویسټ سره په کتنه کې پرې بحث وکړ.

په ورته وخت کې ټام ویسټ په دوحه کې د افغانستان په اړه د خپلو خبرو د پای اعلان کړی دی. د افغانستان لپاره د امریکا استازي ویلي چې په دوحه کې یې له قطري چارواکو، د ملګرو ملتونو له چارواکو او یو شمېر افغانانو سره خبرې پای ته رسولي دي.

ټام ویسټ د پوهنې، د افغان کډوالو د ساتنې او د افغانستان د بشري اړتیاوو په اړه دا خبرې "رغنده" وبللې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې یې د افغانانو په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې د دوحې د مرستو ستاینه وکړه.

ښاغلي ویسټ زیاته کړه چې هغه د ملګرو ملتونو د بشري چارو له مرستیال سرمنشي مارتین ګریفیتس، د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت له یوه چارواکي نیلز انن او د بریتانیا د بهرنیو چارو له دفتر څخه طارق محمود احمد سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
https://avapress.com/vdch-inik23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته