دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 282037
په ۲۲ ناحیه کې پنځه زره او ۵۰۰ متره مربع غصب شوې ځمکه بېرته ونیول شوه
د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، د پلازمېنې په ۲۲مه ناحیه کې ۵۵۰۰ متره مربع ځمکه له اداري طرزالعملونو وروسته بېرته نیول شوې ده. د چارواکو په وینا په کابل کې د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ دوام لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي د دوشنبې په ورځ (قوس ۲۰) د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل چې د دغې ادارې اړوند د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون فعال دی. 

ښاغلي بارکزي څرګنده کړه چې په کابل کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال محمد خالد سجستاني وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د زرګونه جریبه ځمکې د بېرته راګرځولو په برخه کې فعالیت کړی او تر بشپړېدو وروسته به یې د غصب مخه ونیسي. په کار ده، چې بېرته به کابل ښاروالۍ ته وسپارل شي او اړوندو ادارو ته به وسپارل شي.

له بلې خوا د کابل ښاروالۍ د حقوقي چارو مشر مولوي محمدالله منصور وايي، چې د غصب د قضیو د څېړلو پلاوی په بېلابېلو سیمو کې فعال دی، چې تر دې مهاله ۲۴ ښارګوټي تر تخنیکي او قضايي څېړنو لاندې دي او تر محکمې وروسته د دوی د ځمکو د غصب دوسیې یو په بل پسې څیړل کیږي

خو يو شمېر کابل ښاريان د کابل ښاروالۍ له کارونو خوښي څرګندوي او وايي، چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي کمېسيون بايد هغه سيمې بېرته ونيسي، چې په تېرو شلو کلونو کې د زورواکو له خوا غصب شوې دي.

د کابل اوسېدونکی صمیم کاکړ وايي، په تېرو شلو کلونو کې په کابل ښار کې د خلکو ډېرې ځمکې غصب شوې او اوس باید بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل شي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی منیر شېرزاد وايي: "په تېرو شلو کلونو کې د خلکو ځمکې د پخواني حکومت د لویو غاصبینو له خوا غصب شوې، اوس موږ له اسلامي امارت غواړو چې دغه ځمکې بېرته ورکړي."

د یادولو وړ ده چې د ځمکو د غصب دولتي کمیسیون څه د پاسه یو کال وړاندې د اسلامي امارت د مشر هبت الله اخندزاده په مشرۍ رامنځته شو چې تر اوسه دغه کمیسیون لسګونه زره جریبه ځمکه بیرته دولت ته سپارلې ده. 
https://avapress.com/vdchxiniq23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته