دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 281965
د هېواد په اوو ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت په اړه د هوا پېژندنې ادارې خبرداری
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، پروان، پنجشیر او سالنګونو کې د واورې او باران د احتمال خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې چارواکي د افغانستان په اوو ولایتونو کې د واورې او باران د احتمال خبر ورکوي.
 
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې تېره شپه په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، پروان، پنجشیر او سالنګو کې د واورې او باران اټکل شوی دی.
 
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په داسې حال کې په دغو اوو ولایتونو کې د واورې د ورېدو احتمال اعلان کړی، چې د افغانستان ډېری ولایتونه وچکالۍ او د سیمې اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
https://avapress.com/vdcg3q9xnak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته