دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 281898
بریتانیا له افغانستان سره د ماین پاکۍ په برخه کې ۵.۵ میلیونه پونډه مرسته وکړه
د برتانیا سفارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره یې د "پیچ ټرسټ" موسسې سره 5.5 میلیونه پونډه مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې د «پیچ ټرسټ» موسسي ته یې ۵.۵ میلیونه پونډه د ماینونو پاکولو لپاره ورکړي.

افغانستان د ماینونو او چاودیدونکو توکو له کبله یو له ککړو هېوادونو څخه دی او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې هره میاشت تر ۶۰ ډېر کسان چې ډېری یې ماشومان دي، وژل کېږي او یا هم معلول کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې درې میلیونه کسان د ماینونو، چاودېدونکو توکو او د جګړې له پاتې شونو څخه د یو کیلومترو په واټن کې ژوند کوي.
https://avapress.com/vdcb98b5wrhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته