کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بریتانیا له افغانستان سره د ماین پاکۍ په برخه کې ۵.۵ میلیونه پونډه مرسته وکړه

19 قوس 1402 ساعت 9:49

د برتانیا سفارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره یې د "پیچ ټرسټ" موسسې سره 5.5 میلیونه پونډه مرسته کړې ده.


آوا: په کابل کې د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې د «پیچ ټرسټ» موسسي ته یې ۵.۵ میلیونه پونډه د ماینونو پاکولو لپاره ورکړي.

افغانستان د ماینونو او چاودیدونکو توکو له کبله یو له ککړو هېوادونو څخه دی او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې هره میاشت تر ۶۰ ډېر کسان چې ډېری یې ماشومان دي، وژل کېږي او یا هم معلول کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې درې میلیونه کسان د ماینونو، چاودېدونکو توکو او د جګړې له پاتې شونو څخه د یو کیلومترو په واټن کې ژوند کوي.


د مطلب کود: 281898

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281898/بریتانیا-له-افغانستان-سره-د-ماین-پاکۍ-په-برخه-کې-۵-میلیونه-پونډه-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com