افغان غږ خبری آژانس: اسوشیتد پرس خبري آژانس د دوو باخبرو سرچینو په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، لیکلي چې ۷۳ کلن مانویل روچا د جمعې په ورځ په میامي کې د یوه جنایي شکایت له امله نیول شوی دی. تمه ده چې د دې قضیې نور جزیات به محکمې ته له حاضرېدو وروسته په ډاګه شي.
د دې یوې باخبره سرچینې په وینا، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت کې درج شوې قضیه مانویل روچا تورنوي چې د کیوبا د حکومت ګټو ته وده ورکوي.
د انډیپنډنټ په وینا، د متحده ایالاتو فدرالي قانون له هغو کسانو څخه چې په متحده ایالاتو کې د یوه بهرني حکومت یا سازمان سیاسي منځګړیتوب کوي اړتیا لري چې خپل معلومات د دې هیواد د عدلیې وزارت سره ثبت کړي. په وروستیو کلونو کې، د امریکا د عدلیې وزارت د غیرقانوني بهرنیو لابیونو سره د معاملو په برخه کې سخت چلند کړی دی.
مانویل روچا د امریکا په ډیموکراتیکو او جمهوري غوښتونکو حکومتونو کې د ۲۵ کلونو لپاره ډیپلومات و. یوه دوره چې ډیری یې د سړې جګړې په جریان کې مصرف شوي.