دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 281633
د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د آدینه مسجد روغتیايي مرکز فعالیت
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي: د آدینه مسجد روغتیايي مرکز د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په آدینه مسجد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی چې د څه باندې ۶ زره کسانو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت لري. 
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت د عامې روغتیا مرستیال شیخ میر صدام د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د یوه روغتیایی مرکز د جوړېدو او فعالیت په اړه وویل چې د بلخ د عامې روغتیا ریاست او دهمدې همکارو موسسو له خوا د آدېنه په کلي کې د خلکو د جدي اړتيا له امله يو روغتيايي کلينيک جوړ کړ او د دغه مرکز په فعاليدو سره به د چهاربولک ولسوالۍ په زرګونو هيوادوال روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى پيدا کړي.

ده زياته کړه: په ټول بلخ ولايت کې له روغتيايي خدمتونو څخه د بې برخې شويو سيمو څيړنه پيل شوې او موږ هوډ لرو چې د روغتيايي مرکزونو او کلينيکونو په جوړولو سره د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د خلکو اړتياوې پوره کړو.

د بلخ د عامې روغتیا مرستیال وویل، چې د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ له هر ډول خدمتونو په ځانګړې توګه د روغتیايي مرکزونو له فعالیته بې برخې ده او د خلکو د لومړیتوبونو او اړتیاوو له مخې به خپلو ټولو هېوادوالو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړو. 

ده وويل: د آدينه مسجد روغتيايي مرکز د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ په آدينه مسجد کلي کې د څلور ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى او د دغې ولسوالۍ په اوو کليو کې د څه دپاسه شپږ زرو تنو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ظرفيت لري.

د چهاربولک ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي نقيب الله په دې ولسوالۍ کې د آدينه مسجد د روغتيايي مرکز له جوړيدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ خلک د روغتیایی خدماتو بې برخې دي او پاملرنې ته اړتيا لري او د دغه روغتيايي مرکز د جوړيدو غوښتنه يې کړې وه.

د يادونې وړ ده، چې د بلخ ولايت چهاربولک ولسوالۍ ۱۸۰ کلي او ۷۰ زره اوسېدونکي لري او د سختو جګړو له امله دغه ولسوالۍ د بلخ ولايت له ډېرو محرومو ولسواليو څخه ګڼل کېږي.
https://avapress.com/vdcipzarpt1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته