دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 281618
هرات ته د راستانه شویو کډوالو د ملاتړ غونډه جوړېدل
له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په موخه د هرات ولايت د سلګونو ښاريانو او سيمه ييزو چارواکو په شتون کې د مولانا جلال الدين بلخي په تالار کې يوه ستره غونډه جوړه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په دغه کنفرانس کې چې د دوشنبې په ورځ (قوس ۱۳) جوړ شو، د هرات ولایت مقام مرستیال مولوی حیات الله مهاجر فراهی په خپلو خبرو کې وویل: اسلامی امارت هیواد ته د راستنیدونکو لپاره کار کوي او د اسانتیاوو په برابرولو کې جدی هڅې کړی دی.

د هرات د والي مرستيال څرګنده کړه: د دغې ستونزې د حل لپاره بايد ټول سره يو شو او له مهاجرينو سره مرسته وکړو.

مولوي مهاجر زیاته کړه: له نورو سره مرسته د اسلام د دین له تاکیدونو څخه ده.

هغه دا هم وويل چې خلک بايد په راتلونکي ژمي کې هر څومره چې په وس کې وي مرسته وکړي.

له بلې خوا د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي احمدالله متقي له سوداګرو، ديني عالمانو او پانګوالو وغوښتل چې په دې وروستيو کې له راستنو شويو کډوالو سره مرسته وکړي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس څرګنده کړه: هرات د دوو سوداګريزو بندرونو او يو صنعتي ښارګوټي په لرلو سره د مهاجرينو د مرستې لپاره ښه شرايط لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو مياشتو کې د ايران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري شړلو له امله هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته راغلي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
https://avapress.com/vdcb88b5wrhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته