دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 281600
د اروپايي ټولنې په مرسته په هېواد کې د ۴۰۰ ښوونځیو بیارغونه
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وايي، د افغانستان له خلکو سره د مرستو په دوام کې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ۴۰۰ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې لپاره زمینه برابروي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت نن دوشنبه (قوس ۱۳مه) خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا په روپايي ټولنې کې د افغانستان له استازې مېرمن رفیلا لودیک سره وکتل. 

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازې رفیلا لودیک د پوهنې وزارت سرپرست ته وویل چې اروپايي ټولنه به په افغانستان کې د ۴۰۰ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې لګښت ورکړي.

د اروپايي ټولنې د استازي په وينا، دغه اتحاديه د هېواد د مرکز او ولايتونو په ګډون د ٤٠٠ ښوونځيو د بيارغونې لپاره زمينه برابروي.

له بلې خوا د دې غونډې په څنډه کې مېرمن رفېلا زياته کړه چې يادې ټولنې تر اوسه له افغانستان سره څه باندې ١٤٣ ميليونه يورو مرسته کړې چې د پوهنې وزارت هم په کې شامل دى.

د اروپايي ټولنې استازي ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به په مرکز او ولایتونو کې د ۴۰۰ ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې په برخه کې له یوې همکارې موسسې سره د اړتیا وړ مالي بودیجه برابره کړي.

هغه وويل، چې د سيمه ييزو زده کړو ټولګي يې (سي بي ايس) پراخ کړي او په ټول هېواد کې به يې شمېر زيات کړي، څو د زده کړو په بهير کې پاتې ماشومان جذب کړي.
https://avapress.com/vdccxsqix2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته