افغان غږ خبری آژانس - کابل: سیمه ییزې سرچینې د بدخشان ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د بریښنا د تولید د یوې شبکې د کار د پیلیدو خبر ورکوي.
د دې پروژې مسوول انجنیر محمد فاروق ادیب د قوس په ۱۲مه وویل، چې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت دغه شبکه د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په «کرستده» سیمه کې د څلورو میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.
د هغه په وينا، دغه شبکه د ١٢٥ مېګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري.
د دغې پروژې په عملي کېدو سره د دغې سیمې څه باندې زر کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې.
د سيمې اوسېدونکي د برېښنا د دې شبکې له فعاليت څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، چې له کلونو راهيسې د برېښنا د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.
د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد ښار شاوخوا سل زره نفوس لري.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، بدخشان ولایت ټولټال ۴۵۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او د دغه ولایت د ډېرو سیمو اوسېدونکي په تیاره کې ژوند کوي.