کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د ۱۲۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د شبکې کار پیل شو

13 قوس 1402 ساعت 11:07

د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په کرستده سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۵ میګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت د اوبو د برېښنا د تولید شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


آوا - کابل: سیمه ییزې سرچینې د بدخشان ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د بریښنا د تولید د یوې شبکې د کار د پیلیدو خبر ورکوي.

د دې پروژې مسوول انجنیر محمد فاروق ادیب د قوس په ۱۲مه وویل، چې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت دغه شبکه د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په «کرستده» سیمه کې د څلورو میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.

د هغه په ​​وينا، دغه شبکه د ١٢٥ مېګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري.

د دغې پروژې په عملي کېدو سره د دغې سیمې څه باندې زر کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې.

د سيمې اوسېدونکي د برېښنا د دې شبکې له فعاليت څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، چې له کلونو راهيسې د برېښنا د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد ښار شاوخوا سل زره نفوس لري.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، بدخشان ولایت ټولټال ۴۵۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او د دغه ولایت د ډېرو سیمو اوسېدونکي په تیاره کې ژوند کوي.


د مطلب کود: 281550

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281550/په-بدخشان-کې-د-۱۲۵-میګاواټه-لمریزې-برېښنا-تولید-شبکې-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com