دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 281508
په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې پر څه باندې ۳۶۰۰ اړمنو کورنیو مرستې وویشل شوې
په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په ۳۶۶۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ویشلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د یکشنبې په ورځ (د قوس ۱۲مه) په خپل ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت استازو د ننګرهار ولایت په چپرهار، روداتو او شېرزادو ولسوالیو کې له اړمنو خلکو سره مرسته کړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د اسيا د ټولنيزو خدمتونو د انستيتوت له خوا له بې وزلو او اړمنو کورنيو سره شوې دي.

ویل شوي، چې د مرستې ټوله اندازه ۳۳۳ زره امریکايي ډالره وه، چې هرې کورنۍ ته ۱۷۰ ډالره ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، چې تر اوسه یې پر څه باندې ۱۷۰۰ اړمنو او اړمنو کورنیو مرستې وېشلې دي.

د بلخ ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي: د لاسي صنايعو د انستيتوت په مالي مرسته د مزارشريف ښار په څلورمه ناحيه او د دغه ولايت د چاه خېلو ولسوالۍ ۱۶۹۵ کورنۍ د خوراکي توکو تر پوښښ لاندې راغلې.

ویل شوي، چې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۳۷ کیلو وریجې، ۲۰ لیتره غوړي، ۱۴ کیلو لوبیا، ۴ کیلو مالګه، ۱۴ کیلو دال او ۶ کیلو بوره وېشل شوې ده.

په همدې حال کې د افغانستان له خلکو سره د کورنیو او بهرنیو موسسو مرستې دوام لري او دغه مرستې حیاتي ګڼل کیږي.
https://avapress.com/vdcjyve8ouqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته