دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 281482
د هېواد په ۹ ولایتونو کې څه باندې ۹ زره اړمنو کورنیو ته مرستې وویشل شوې
د فاریاب، لغمان، ننګرهار، سمنګان، بادغیس، پکتیکا، کابل، پروان او کاپیسا ولایتونو سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دغو ولایتونو کې یې له ۹۱۲۹ اړو کورنیو او راستنېدونکو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فارياب د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست سيمه ييز چارواکي وايي، چې د خوړو نړيوال پروګرام د هنګري د انستيتوت په همکارۍ د شنبې په ورځ د قوس په ۱۱مه په دولت آباد ولسوالۍ کې پر ۲۵۴۵ اړمنو کورنيو خوراکي توکي وويشل.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې، UNOPS د CHA په تخنیکي همکارۍ د پلچراغ ولسوالۍ په ۱۸۱۰ کارکوونکو باندې د کار په بدل کې اته میلیونه افغانۍ نغدي ویشلي دي.

دغو کارکوونکو د سړکونو د ترمیم او پخولو، د کانالونو پاکولو، د ډبرو د کانالونو د جوړولو، استنادي دیوالونو او پلچکونو په پروژو کې کار کاوه.

په همدې حال کې د لغمان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام د دغه ولایت په قرغیي ولسوالۍ کې پر ۱۴۴۴ اړمنو کورنیو څه باندې څلور میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.

بل خوا د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له خوا له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د ۱۱۶۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.

خو د سمنګان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست چارواکي وايي، چې د قوس په نهمه د دغه ولايت په خرم او سروباغ ولسواليو کې له ٩٥٢ کورنيو سره د افغان سولې د بشري موسسي له خوا نغدي مرسته وشوه.

دغه نغدي مرستې د معلولینو، یتیمانو او ناروغانو ته ورکړل شوې او هرې کورنۍ ته پنځه زره شپږ سوه افغانۍ وویشل شوې.

دغه راز د بادغيس او پکتيکا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د خوړو نړيوال پروګرام له لوري پر ٦١٩ اړمنو او راستنېدونکو کورنيو، په بادغيس کې ٨٢ او په پکتيکا کې پر ٥٣٧ کورنيو مرستې وېشل شوې دي.

په همدې حال کې د افغان سري میاشتي اعلان کړی چې په کابل، کاپیسا او پروان کې یې ۱۳۶۸ اړمنو کورنیو ته غوښي وېشلې ده.

دغې ادارې په کابل کې پر ۵۵۵ کورنیو، په پروان کې ۳۰۰ کورنیو او په کاپیسا کې ۵۱۳ کورنیو ته غوښي وېشلې ده.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ د خپرېدو د مخنيوي په موخه نړيوالو مرستندويه موسسو په بېلابېلو ولايتونو کې له زرګونو کورنيو سره مرستې کړې دي.
https://avapress.com/vdcaa6nuu49nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته