افغان غږ خبری آژانس: له اوربند وروسته په غزه کې د شهیدانو شمیر ۱۹۳ تنو ته لوړ شو.
په غزه کې طبي سرچینو اعلان وکړ چې د موقت اوربند له پای ته رسیدو وروسته پرون په غزې باندې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له پیله تر اوسه ۱۹۳ فلسطینیان شهیدان شوي او تر ۴۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
رسنیو همداراز راپور ورکړی چې د غزې په شمال کې د فلسطینی کډوالو پر کمپ بمبارۍ ۱۰۰ تنه شهیدان کړی دی.