دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 281452
د هرات والي شیعه علماوو ته په خطاب کې وویل:

شکمنې قضیې باید موږ ته راپور شي/دښمن نفاق ته لمن وهي

شکمنې قضیې باید موږ ته راپور شي/دښمن نفاق ته لمن وهي
د شیعه ګانو مشرانو او مخورو د هرات له والي شیخ نور احمد اسلام جار سره وکتل، په دې کتنه کې د هرات والي له خلکو وغوښتل چې د مشکوکو پېښو راپور ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات شیعه عالمانو د هرات له والي سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د سني او شیعه دښمنان یو شان دي او هیڅکله به دښمنانو ته اجازه ورنه کړي چې له دې فرصت څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

دغو مشرانو په ډاګه کړه، چې د اسلامي امارت د حکومت ترڅنګ د خپل ځان او ولس د دفاع په موخه راغلي دي.

په همدې حال کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجر وايي چې دښمن له حکومت سره د مقابلې توان نه لري او د تفرقې اور ته لمن وهي.

د هرات والي وايي افغان فرد موږ ته ارزښتناک دی او موږ به یې ساتنه وکړو.

شیخ اسلام جار څرګنده کړه چې د اسلامي امارت په نظام کې په ځانګړي ډول د امنیت په تامین کې هیڅ ډول تعصب او تبعیض نشته.

د هرات والي له خلکو هم وغوښتل، چې د کوچنۍ مشکوکې موضوع خبر ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د هرات په جبریل کې د دوو دیني عالمانو د وژنې په تړاو، شیعه عالمانو د هرات له والي سره په یوه غونډه کې د شیعه سیمو پر امنیت ټینګار کړی و.
https://avapress.com/vdchmznii23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته