افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان امنیه قوماندانی وایی چې د دغه ولایت د کشم ولسوالۍ په بازار کې د اورلګیدنې له امله شاوخوا شل هټۍ له ټولو مالونو سره سوځیدلی دی.
د دې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه اورلګېدنه نن (پنجشنبه د قوس ۹مه) سهار شاوخوا ۳:۳۰ بجې د "بریښنا د پرې کېدو" له امله رامنځته شوې ده.
ويل کيږي چې په کشم ولسوالۍ کې پوليسو دغه اور ونيوه او د خپريدو مخه يې ونيوله.
تر اوسه د بدخشان د کشم ولسوالۍ په بازار کې د اور لګېدنې له امله دوکاندارانو ته د اوښتي مالي زیان کره شمېره نه ده معلومه.