کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ په بازار کې اورلګېدنه رامنځته شوي

9 قوس 1402 ساعت 15:57

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د کشم ولسوالۍ په بازار کې د اور لګېدنې له امله شاوخوا شل دوکانونه سوځېدلي دي.


آوا: د بدخشان امنیه قوماندانی وایی چې د دغه ولایت د کشم ولسوالۍ په بازار کې د اورلګیدنې له امله شاوخوا شل هټۍ له ټولو مالونو سره سوځیدلی دی.

د دې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه اورلګېدنه نن (پنجشنبه د قوس ۹مه) سهار شاوخوا ۳:۳۰ بجې د "بریښنا د پرې کېدو" له امله رامنځته شوې ده.

ويل کيږي چې په کشم ولسوالۍ کې پوليسو دغه اور ونيوه او د خپريدو مخه يې ونيوله.

تر اوسه د بدخشان د کشم ولسوالۍ په بازار کې د اور لګېدنې له امله دوکاندارانو ته د اوښتي مالي زیان کره شمېره نه ده معلومه.


د مطلب کود: 281360

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281360/د-بدخشان-ولايت-کشم-ولسوالۍ-په-بازار-کې-اورلګېدنه-رامنځته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com