دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 281271
اروپايي ټولنه په افغانستان کې له جبري راستنېدونکو سره ۱۴۲ میلیونه یورو مرسته کوي
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر مشرې رفیلا لودیک د کډوالو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې اعلان وکړ، چې اروپايي ټولنه به له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ایستل شویو افغان کډوالو ته ۱۴۲ میلیونه یورو ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه د قوس ۸ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مهاجرینو د چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني او رفیلا لودیک ترمنځ په لیدنه کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر سرپرست او ورسره پلاوي د دغه وزارت په مقر کې وکتل او د افغان کډوالو د جبري راستنېدو په اړه یې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې رفېلا وويل چې د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره د مهاجرينو د چارو د وزارت د پر وخت تطبيق او سالم مديريت له امله قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې د مهاجرت له نړيوال سازمان سره بايد په ګډه کار او همغږي رامنځته شي.

نوموړي له راستنېدونکو سره د اروپايي ټولنې د ۱۴۲ ميليونه يورو مرستې اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې په هر ډول حالاتو کې به له دغه وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

مېرمن رفېلا وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په سرحدي سيمو کې د راستنېدونکو وضعيت له نږدې وڅاري.

خلیل الرحمن حقاني له پاکستان، ترکیې او ایران څخه د مهاجرینو د جبري راستنیدو او د هغوی د شمیر په اړه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د مهاجرینو کوربه هیوادونه په ځانګړې توګه ایران، پاکستان او ترکیه باید له ناوړه چلند او د غیر قانوني ملکیتونو له غصب او ملکیتونو څخه ډډه وکړي. 

حقاني له اروپايي ټولنې څخه د راستنېدونکو لپاره د سرپناه، خېمو او خوراکي توکو په برابرولو کې د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه او هغوی ته يې د حساب ورکولو او شفافيت ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdcguq9xqak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته