دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 281092
د افغانستان روغتیایی سیستم د ډیجیټل کیدو په حال کې دی
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د بادغیس ولایت د عامې روغتیا ریاست او د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان روغتیايي سیستم به ډیجیټل شي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد چې د روغتیايي بنسټونو د معاینې په موخه اروزګان ولایت ته تللی، د اروزګان د عامې روغتیا ریاست له مسؤلینو او استازو سره یې وکتل. په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د تطبيق موسسې مسوول وويل چې د هېواد روغتيايي سيستم به ډيجيټل شي.
 
د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي دفتر مسوول ډاکټر عباد وايي، دوی پلان لري چې د هېواد روغتیايي سیستم ډیجیټل کړي، چې په دې برخه کې به همغږي پیاوړې شي او د هرې سیمې له روغتیايي وضعیت څخه به پر وخت خبر شي.
 
قلندر عباد زياته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې تر ٣٠٠ زيات روغتيايي مرکزونه جوړ شوي او د ٢٨٥ نورو روغتيايي مرکزونو د جوړولو پلان هم لري.
 
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد هم کندهار ته سفر کړى و او په سپين بولدک کې يې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو له بهير څخه کتنه کړې وه.
https://avapress.com/vdchwznii23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته