افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښاروال ملا ګل احمد مبشر په دغه ښار کې د یوه سوداګریز کمپلکس د جوړېدو په اړه وویل: د څلور پوړونو په لرلو سره د یوه سوداګریز کمپلکس د جوړېدو چارې پیل شوې. د ميمنې ښاروالۍ له عوايدو څخه د ٢١ ميليونه افغانيو په ارزښت د دغه سوداګريز کمپلکس د جوړولو چارې پيل شوې او د ٦٢٥ متر مربع په ساحه کې يې چارې پيل شوې دي.
هغه زياته کړه: "د ميمنې ښار سوداګريز کمپلکس د دغه ښار په مندووي کې موقعيت لري او د سوداګرۍ د بهير د ښه والي او سوداګرو ته د اسانتيا په رامنځته کولو کې ګټور او اغېزمن تمامېداى شي او د دغه ډول سوداګريز کمپلکس جوړول اړين دي."
ملامبشر وويل، چې د ميمنې سوداګريز کمپلکس د جوړېدو چارې به په اتو مياشتو کې بشپړې شي او سوداګر او ښاريان به له دغه کمپلکس څخه ګټه پورته کړي.
د يادونې وړ ده چې د فارياب ولايت د سيمه ييزو ارګانونو مسوولينو په ميمنه ښار کې د دغه سوداګريز کمپلکس د پرانېستې په مراسمو کې ګډون کړى و او د دغه ولايت د سوداګرۍ او اقتصاد په وده کې يې اغېزمن اقدام وباله.