افغان غږ خبری آژانس - هرات: د لوېدیځې حوزې د علماوو شورا پخوانی رییس او د هرات یو با نفوذه شخصیت مولوي خداداد صالح د دغه ولایت په سیاسي او دیني چارو کې مهم رول لوبول.
هغه یو اعتدال عالم او د افراطیت مخالف وو او خپل ژوند یې د اسلامي ارشاداتو په تبلیغ او ترویج کې تیر کړ.
مولوي خداداد صالح له څو مياشتو ناروغۍ وروسته تېره شپه (د عقرب ٣٠مه) د حق لوري ته ستون شو.