دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 280729
مولوي عبدالسلام حنفي او ورسره پلاوي د کندهار سپين بولدک ته سفر وکړ
د رئیس الوزرا اداري مرستیال او د راستنیدونکو مهاجرینو د ستونزو د هواري د کمیسیون مشر مولوي عبدالسلام حنفي د کندهار له والي حاجي ملا شیرین اخند او یو شمیر نورو سره د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارگ په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د یکشنبې په ورځ سپین بولدک ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې چارواکو د راستنیدونکو مهاجرینو د اوسیدو ځای ته لاړ او د بیلابیلو کمیټو چارې او فعالیتونه یې و ارزول. 
 
د ارګ په اکس پاڼه کې راغلي: د ياد شوي کمېسيون د مرکزي کمېټو مشرانو چې له کابل څخه راغلي وو، په سپين بولدک کې د سيمه ييزو کمېسيونونو له مسوولينو سره په ګډه غونډه کې د هغوى مشورې، وړانديزونه او ستونزې واورېدې او د هغوى ستونزې يې واورېدې. 
 
حکومت وايي، د سپين بولدک له لارې د راستنو شويو سلګونو کډوالو کورنيو لپاره بشپړ چمتووالى لري، مرستې به ورسره کوي او هرې کورنۍ ته به په باعزته ډول خپل منزل ته رسوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان سرپرست حکومت په دې وروستيو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه کړې ده.
https://avapress.com/vdcdxz0xnyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته