دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 280662
له پېښور څخه د ناقانونه کډوالو د نیولو او شړلو پیل
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت له پېښور څخه د افغان کډوالو د نیولو او ویستلو لړۍ هم پیل کړې ده. ديوبل خبرله مخې : پاکستاني پوليسو له پيښور څخه دافغان مهاجرينو دنيولو او شړلو بهير پيل کړى دى .
افغان غږ خبری آژانس: پاکستانی رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد حکومت په پیښور کې هم د «غیر قانونی» مهاجرینو د نیولو او ویستلو بهیر پیل کړی دی.
 
ایکسپریس ټریبیون د یکشنبې په ورځ د عقرب په ۲۸مه خبر ورکړ چې د نیول شویو کسانو د ساتلو لپاره د پېښور په «ناصر باغ» سیمه کې یو ځانګړی کمپ جوړ شوی دی.
 
رسمي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې پاکستاني پولیس افغان کډوال راټولوي او لېږدوي او لومړی به یې د "جمعه خان مرکز" په نوم توقیف ځای ته لېږدوي او بیا به یې شړلي دي.
 
د دغه راپور له مخې، سلګونه افغان کډوال دغه مرکز ته لېږدول شوي دي.
 
د تورخم او چمن له پولو تر اوسه له ۳۱۷ زره ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې له پاکستانه د کډوالو جبري ستنېدل به په افغانستان کې بشري بحران لا پسې ژور کړي.
 
د عقرب په ٢٦مه د جمعې په ورځ په يوه راپور کې دغې بې سارې ادارې ويلي چې د راستنېدونکو په راتګ سره به افغانستان د کمو سرچينو لکه د کور، روغتيايي خدمتونو او دندو په برخه کې د لا زياتې سيالۍ شاهد وي.
https://avapress.com/vdcjmye88uqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته