دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 280253
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر غوښتنه وکړه چې ګاونډیان دې له مهاجرینو سره ښه چلند وکړي
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني پرون د شنبې په ورځ د عقرب په ۲۰مه د اسلام قلعه له پولې څخه د لیدنې پر مهال وویل چې له ګاونډیو هیوادونو څخه غواړو چې له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست "خلیل الرحمن حقانی" د عقرب په ۲۰ مه نېټه د اسلام قلعه سرحد ته د خپل سفر په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره سم چلند وکړی.
 
د مهاجرینو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي حقاني د دغه سفر په ترڅ کې د راستنیدونکو مهاجرینو وضعیت له نږدې وڅیړ.
 
ويل کيږي چې کله يې له پولې څخه ليدنه وکړه نو له ګاونډيو هېوادونو يې وغوښتل چې له کډوالو سره ښه چلند وکړي.
 
دغه راز ويل شوي دي چې ښاغلي حقاني د هرات ولايت د مهاجرينو له رياست څخه د ليدنې پر مهال ستونزې او وړانديزونه هم وارزول.
 
د هرات ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو د ادارې د شمېرو له مخې په تېره يوه اوونۍ کې له ايران څخه د اسلام کلا د پولې له لارې شل زره تنه مهاجرين افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
د کډوالو چارو د سرپرست وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په دې وروستیو کې د سختو قوانینو په لګولو سره د غیر قانوني کډوالو په زور ایستلو ته لاره هواره کړې ده. د پاکستان دغه کار د ملګرو ملتونو او د اسلامي امارت د چارواکو له خوا توند غبرګونونه راپارولي دي.
 
د کارپوهانو په اند، د ناقانونه کډوالو د شړلو لپاره د پاکستان پلان په سیمه کې په وروستي تاریخ کې ترټولو لوی اخراج پلان دی.
https://avapress.com/vdcftxd0mw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته