دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 279798
له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو جبري ایستل د اسلامي لارښوونو او نړیوالو قوانینو خلاف کار دی
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په خوست ولایت کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره او په خپله خوښه ایستل د اسلامي ارشاداتو او نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستان څخه د افغانانو د څلویښت کلن میلمه پالنې له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې پاکستان په سختو شرایطو کې افغانانو ته پناه ورکړې ده. خو د افغان مهاجرینو د اجباري اخراج دغه طریقه ښه کار نه دی.
 
ښاغلي حقاني له پاکستانه وغوښتل چې په زور او بې توپیره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه په خپله پریکړه له سره غور وکړي.
 
نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان شکایت کوي، چې د دغه هېواد داخلي ستونزه له افغانستانه ده، خو د دوحې د تړون له مخې هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ټول افغانستان له واليانو هم غوښتي چې له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو سره بشپړه همکاري وکړي.
https://avapress.com/vdchwwni623nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته