دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 279620
د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
په هرات ولایت کې له ویجاړونکې زلزلې وروسته د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د دغه ولایت له زلزله ځپلو سره د ۲۵ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه پروګرام د مسوولینو په وینا، د ۲۵ میلیونو ډالرو غوښتنه د لنډمهاله او دایمي سرپناه، د بنسټیزو زیربناوو د بیارغونې، د کورنیو، ښوونځیو او روغتیايي اسانتیاوو په ځانګړي ډول د انرژۍ د برابرولو په موخه شوې ده.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي سټیفن روډریګز وویل چې د ۲۵ میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه یې د موقتي او دایمي سرپناه د برابرولو، د بنسټیزو زیربناوو بیا رغونه، د کورنیو لپاره د نوي کیدونکي انرژۍ په ځانګړي ډول د ښوونځیو او روغتیايي اسانتیاوو برابرول، د سیستمونو بیا رغونه او اداره کول دي.
 
هغه دا هم وویل، "وضعیت نا امید دی او ژمی په چټکۍ سره نږدې کیږي. زموږ موخه دا ده چې له دې ټولنو سره د بنسټیزو زیربناوو، په ځانګړې توګه د سرپناه په رغولو کې مرسته وکړو او ژر تر ژره بیرته عادي حالت ته راشئ.
 
روډریګز زیاته کړه: «په نړۍ کې د ډېرو نورو اوسنیو بحرانونو په منځ کې، افغانستان د نړۍ د پام په څنډه کې دی. دا هیواد مرستې ته اړتیا لري. دا ناورین له ډیرو نورو ناورینونو وروسته رامنځ ته شو. افغانستان له څلورو لسیزو جګړو ځپلی دی. دې زلزلې هغه ټولنې اغیزمنې کړې چې پخوا یې په خورا بې وزلۍ کې ژوند کاوه.
 
هغه ټینګار وکړ: "موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې افغانستان او د هغه د خلکو اړتیاوو ته په ځانګړې توګه د هرات خلکو ته چې په دې وروستیو کې له دې ویجاړۍ سره مخ شوي.
 
https://avapress.com/vdcb59b5grhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته