افغان غږ خبری آژانس: جیو نیوز خبر ورکړی، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ (عقرب ۹) په ټول هیواد کې د ناقانونه کډوالو د نیولو بهیر پیل کړ.
د دې رسنۍ له مخې، د بلوچستان ایالت چارواکو اعلان کړی، چې شاوخوا پنځه زره افغان کډوال یې د پناه ځایونو ته لېږدولي او دوی به بېرته افغانستان ته ستانه شي.
په عین حال کې د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ۹مه) وویل چې حکومت به د پنجشنبې په ورځ (عقرب ۱۱) د بې اسنادو کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي.