دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 279556
د اشغالګرو ځواکونو د بریدونو دوام؛ په غزه کې د شهیدانو شمیر ۸۵۲۵ تنو ته لوړ شو
د غزې په تړانګه د صهيونېسټ رژيم د حملو له دوام وروسته د غزي عامي روغتيا وزارت اعلان وکړ چې د شهيدانو شمېر ۸۵۲۵ تنو ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د عامې روغتیا وزارت نن سه شنبه د اکتوبر ۳۱ مه اعلان وکړ چې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۸۵۲۵ تنو ته رسېدلی، چې ۳۵۴۲ تنه یې ماشومان او ۲۱۸۷ تنه يي ښځې دي.
 
د «الجزیرې» وېبپاڼې د راپور له مخې، د غزې د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړې، چې د غاصب رژیم پوځیانو نن سهار د ترکیې د «الصدقه» روغتون په نښه کړ.
 
هغه ادامه ورکړه: موږ د الشفاء او اندونیزیا په روغتونونو کې د اصلي جنراتورونو د بندولو لپاره د شمیرنې پیل اعلان کوو. د چهارشنبې په ورځ (سبا) به د الشفا او اندونیزیا په روغتونونو کې فعالیت ودرول شي.
 
د غزې د عامې روغتیا وزارت ویاند ټینګار وکړ: موږ له مصر څخه غواړو چې د رفح لاره خلاصه کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د طبي مرستو، تیلو او د زخمیانو د را ایستلو بهیر په سمه توګه ترسره کیږي.
 
هغه همداراز له فلسطینیانو وغوښتل چې د غزې د تړانګې روغتونونو ته د وینې ورکولو لپاره ژر تر ژره لاړ شی.
 
د سعودی عربستان، کویت او عمان هیوادونو نن یوځل بیا په غزې تړانګې کښې د اوربند په اعلانولو او د بشری مرستو د رسیدو په ضرورت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټی رژیم د پوځ ځمکنی عملیات په پلمه د منلو وړ نه دی .
 
https://avapress.com/vdcjihe8muqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته