دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 279502
په سرپل کې د ۷ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو پرمختیايي پروژو د جوړولو کار پیل شو
د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د عامه ګټو د دوو پروژو د پیل خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سرپل ولایت د سانچارک ښاروالۍ یو مسوول هدایت الله هاشمی وایی چې د تکزار ښار د سرکلر سړک له صمیم لېسې څخه تر سانچارک ښاروالۍ پورې د سرک د کانکریټ او شاوخوا کانالونو د پخولو کار روان دی.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پروژې به په دوو مياشتو کې بشپړې شي.
 
https://avapress.com/vdcawonuu49n0m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته