دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 279388
اروپايي ټولنه افغانستان ته له راستنېدونکو کډوالو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي خپل هېواد ته د ستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اروپایی اتحادیې استازی په ایکس  پاڼه کې لیکلی چې دغه اندازه مرستې به د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ته ورکړل شی.
 
د اروپايي ټولني استازي وویل: "له د کډوالو نړیوال سازمان سره په ګډه، موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې راستنیدونکي خوندي احساس وکړي او هغه مرستې ته لاسرسی ومومي چې دوی په کور کې اړتیا لري."
 
د پاکستان حکومت د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه ۱.۷۳ میلیونه "ناقانونه" کډوالو ته وخت ورکړی چې له هیواده ووځي او یا له اخراج سره مخامخ شي.
 
له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل هم دوام لري.
 
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې هره ورځ له ايران او پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستنېږي.
 
https://avapress.net/vdcc4oqi42bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته