دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 279384
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د فلسطين د ملاتړ لپاره پراخې مظاهرې وشوې
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د لاريونونو ګډونوالو په غزه کې د سمدستي اوربند، دغې سيمې ته د بشري مرستو د لېږلو او د فلسطين د بشپړې آزادۍ غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د ملاتړ او د غزې له مظلومو خلکو سره د پیوستون د دفاع او د غزې د مظلومو خلکو د پیوستون د اعلان په مناسبت د لندن په ګډون د نړۍ په بیلا بیلو ښارونو کښې د شنبه په ورځ پراخې غونډې او مظاهرې وشوې.
 
په انګلستان کښې د مختلفو ملیتونو د فلسطینیانو ملاتړو د پرله پسې دریمې شنبې په ورځ د لندن په واټونو کښې د صهیونیسټ ضد مظاهرو کښې ګډون وکړ. مظاهره چیانو د فلسطین بیرغونه او لاسی لیکونه چې د فلسطین د ازادۍ په شعارونو لیکل شوی وو په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه جنایتونه وغندل .
 
د فلسطین ملاتړ په لندن کښې د پراخو مظاهرو په ترڅ کښې په غزه کښې د صهیونیسټانو لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې د بندیدو غوښتنه وکړه.
 
د ایران د پریس ټی وی د راپور له مخې د بوسنیا هرزګوینا د موستر ښار یو زیات شمیر خلکو د شنبې په ورځ د صهیونیسټی رژیم پرضد په لاریون کښې په ګډون سره د غزې د مظلومو خلکو ملاتړ وکړ.
 
د جرمنی په مختلفو ښارونو کښې د فلسطین د ملاتړو خلکو هم د شنبې په ماښام د صهیونیسټی رژیم ضد مظاهرو او غونډو کښې ګډون وکړ او په غزه کښې یې د فلسطینی خلکو، ښځو او په تېره بیا د ماشومانو په وژلو کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل.
 
دغه راز په مغرب، سویډن، کاناډا او ترکیې کښې نورې غونډې او مظاهرې وشوې او د فلسطین ملاتړو په یواړخیز ډول په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم د نسل وژنې او جنایتونو په بندولو ټینګار وکړ.
 
دغه راز د فلسطین خلک د شنبې په شپه د اردن سیند د لویدیځې غاړې د رام الله او جنین په شمول په مختلفو سیمو کښې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو په وړاندې د غزې د خلکو د مقاومت او دریځ په ملاتړ کښې راغونډ شول.
د غزې تړانګې د استوګنې په سیمو د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې په پرله پسې څلورمې اونۍ کښې داخلې شوې او د فلسطین د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه پورې څه دپاسه اته زره فلسطینیان شهیدان شوي چې نیمايي یې بې دفاع او مظلوم فلسطینیان دي.
 
https://avapress.com/vdciv3ar5t1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته