دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 279220
په بلخ کې زده کړو ته د ځوانانو د لېوالتیا زیاتوالی
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې په دې وروستيو کې له لوست سره د ځوانانو لېوالتيا ډېره شوې او سلګونه ځوانان د مزارشريف ښار عامه کتابتون ته د لوستلو لپاره ورځي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: په مزارشریف کې د مولانا عامه کتابتون رییس شفیع الله حیدری وایی چې په دې وروستیو کې له لوستلو سره د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دې وروستيو کې د رومي عامه کتابتون ته تر ٢٠٠ پورې ځوانان د لوستلو لپاره راځي، چې د تېرو کلونو په پرتله بې ساري زياتوالى ښيي.
 
حيدري دغه راز زياته کړه چې د مزارشريف ښار په عامه کتابتون کې څه باندې شل زره ټوکه بېلابېل علمي او غير علمي کتابونه شته چې هره ورځ ځوانان ترې ګټه اخلي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې هم چارواکي او د پوهنې مسوولین په ځوانانو کې د مطالعې د فرهنګ له کمښت څخه شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdchiwniv23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته