افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د پراختیايي مرستو له مسوولې مېرمن سارا او د دې اتحادیې مرستیال سفیر ښاغلي لودیک سره وکتل.
په دې کتنه کې د مهاجرينو د ستونزو، د هرات د زلزلې له امله د بې ځايه شويو خلکو د ستونزو او له هغوى سره د مرستې پر څرنګوالي خبرې وشوې.
مېرمن سارا د هرات له زلزله ځپلو سره د دغې اتحادیې له خوا د ۴،۵ میلیونه یورو د مرستې د اعلان په یادولو سره وویل چې له راستنېدونکو سره د مرستې او همکارۍ په موخه د ۱۵ میلیونه یورو په ارزښت یو تفاهم لیک هم لاسلیک شوی دی.
له بلې خوا خليل الرحمن حقاني د اروپايي ټولنې د همکاريو د ستاينې ترڅنګ وويل، چې له افغانستان سره د مرستو زياتوالى ډېر شوى، خو له بده مرغه چې مثبته پايله يې نه تر سترګو کېږي.
هغه وويل: د مرستو ډېره برخه د هغو ادارو او پروژو په اداري چارو لګېږي چې اړتيا نه لري او دغه مرستې بايد د راستنېدونکو لپاره د سرپناه، کلينيکونو، ښوونځيو او نورو بنسټيزو او بنسټيزو پروژو په برخه کې ولګول شي، څو د خلکو د ژوندانه د ښه والي په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.
حقاني زياته کړه چې دغه وزارت په ٢٨ ولايتونو کې د مهاجرينو ميشت ځايونه لري او په يادو شويو استوګنځايونو کې د راستنېدونکو د استوګنې لپاره د ژوند د لومړنيو اړتياوو برابرول اړينه ده او له هېوادونو او بنسټونو څخه مو غوښتنه ده چې په دې برخه کې مرسته وکړي.
په همدې حال کې اروپايي ټولنې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره په وروستۍ قضیه کې لس میلیونه یورو مرسته کړې ده.