دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 279197
اروپايي ټولنې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره لس میلیونه یورو مرسته وکړه
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د رواني روغتیا په برخه کې د خدمتونو د وړاندې کولو او د نشه یي توکو د کارونې له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو د مخنیوي په موخه د روغتیا له نړیوال سازمان سره د ۱۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د اروپایی ټولنې نوې مرستې اعلان کړې.
 
په اعلاميه کې ويل شوي، دغه پيسې به د روغتيا له نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې له دفتر سره مرسته وکړي چې د ښځو او نجونو په ګډون د افغانستان زيانمنو شويو ټولنو ته د رواني روغتيا او نشه يي توکو د ناوړه استفادې خدمتونه پراخ کړي.
 
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرې رافیله ادیس وویل، هراړخیز روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی د هغو کسانو لپاره مهم دی چې د نشه یي توکو د استعمال له امله له رواني ستونزو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي.
 
هغه زیاته کړه چې له دغو کسانو سره باید په ټولنه کې د بیا یوځای کېدو په برخه کې مرسته وشي او په همدې خاطر اروپايي ټولنې د روغتیا له نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو له نشه‎يي موادو او جرمونو سره د مبارزې له دفتر سره خپلې مرستې زیاتې کړې دي.
 
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشرې لودا پینګ وویل چې د اروپايي ټولنې نوې مرستې به د رواني روغتیا او د مخدره موادو د استعمال د اختلالاتو په برخه کې له ننګونو سره د مقابلې هڅې اسانه کړي.
 
د نشه یي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر استازي دا هم ویلي چې دا مرسته د شواهدو پر بنسټ درملنې او بیارغونې خدماتو او بشري حقونو ته د لاسرسي په زیاتولو سره د مخدره توکو د استعمال اختالفونو ته د رسیدو لپاره خورا مهم دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د روغتيا د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا څلور ميليونه کسان نشه يي توکي کاروي او دا مهال د درملنې او بيارغونې ډېرى مرکزونه له مالي ستونزو سره مخ دي او له همدې امله يې کاروونکي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
 
https://avapress.com/vdcaoonu049n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته