دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 279124
هغه څه چې یوناما د افغانستان په اړه ویلي "پروپاګند" دی
د اسلامي امارت ویاند د یوناما د نوي راپور د خپریدو په غبرګون کې چې په کې د بشري حقونو او رسنیو د وضعیت، له بندیانو سره د ناوړه چلند او نورو مهمو مسایلو په اړه اندېښنه ښودل شوې، وايي چې د دغه بنسټ څېړنې "پروپاګند" دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما په یوه نوي راپور کې له ښځو او نجونو سره د اسلامي امارت د چلند، د تېر حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو د چلند او د بشري حقونو د فعالانو د توقیف، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محدودیتونه او چلند بیان کړي دي.
 
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د بندیانو شمېر ډېر شوی او قانوني خوندیتوب نه لري.
 
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه راپور په اړه غبرګون ښودلی او رسنیو ته یې ویلي، چې د دې ادارې څېړنې له حقیقت څخه لیرې دي.
 
ذبیح الله مجاهد همداراز وویل:«یوناما چې تل یې راپورونه خپرول، پروپاګند وو. "دوی د دې پر ځای چې ستونزې حل کړي، خپله دنده ګڼي، د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان له دریځه ناوړه ګټه پورته کوي او داسې څه خپروي چې د افغانستان له اوسني وضعیت سره سمون نه لري."
 
باید وویل شي، چې تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال په یوه راپور کې ویلي وو، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په دوو کلونو کې «۸۰۰ د غیر قانوني وژنو او همدارنګه د شکنجې، بد چلند، خپلسریو» پېښې ثبت شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcauonuy49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته