افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په خپله اکس پاڼه کې لیکلي چې د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په سپین بولدک کې له یو شمیر راستنیدونکو سره په لیدنه کې وویل چي د وطن دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصي دي او ټول باید په عزت سره راستانه سي.
هغه وویل، په دې لیدنه کې د کډوالو چارو وزارت سرپرست له پاکستان څخه د یو شمېر راستنېدونکو ستونزې او غوښتنې واورېدې او هغوی ته یې د نغدي مرستو په ورکولو سره د راپورته شویو ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د راستنیدونکو لپاره لازم چمتووالی لري.
ښاغلي حقاني زیاته کړه چې د کډوالو د چارو سرپرست وزیر همدا راز د کډوالو د نړیوال سازمان د دفترونو، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې او یو شمیر نورو ادارو له مسوولینو سره هم وکتل او د یادو ادارو مسوولینو یې په دې اړه معلومات ورکړل.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له دغه هېواده د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې، چې د پاکستان دغه پرېکړه له ډېرو نړیوالو نیوکو سره مخ شوې ده.