افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، ۱ عقرب) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې محمد قاسم خالد په کابل ښار کې د پاکو اوبو د کمښت ستونزې ته په اشارې سره وویل: د پلازمېنې اوسېدونکي د پاکو اوبو د نشتوالي له کړکېچ سره مخ دي.
د کابل والي له یوناما څخه وغوښتل چې په پلازمینه کې د اوبو د کمښت د بحران په حل کې مرسته وکړي.
بل خوا د يوناما د مرکزي زون د دفتر مشر انيت ليت وايي، چې دغه دفتر غواړي د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې پروژې پلې کړي.
هغه زیاته کړه، یوناما د ښې حکومتولۍ او د خلکو د ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې هم غونډې کوي.
د يادونې وړ ده، چې په کابل او په ځانګړې توګه د پلازمېنې په لوېديځ کې د څښاک د اوبو کمښت د ښاريانو پر وړاندې له جدي ننګونو سره مخ شوى دى.